د موقتي ساتنې تر پوښښ لاندي د بهرنیانو غوښتنې چې د آډانا، انقره، بودور، بورسا، ګازی انټپ، هاتای، استانبول، ازمیر، قهرمان ماراش، قونیه، میرسین او شانلی اورفا ولایتونو کې د معلوماتو د نوي کولو مرکزونو څخه د بریښنالیک ټاکنې سیسټم (e-randevu) له لارې ملاقات نیټه وغواړي، لومړی به په یوه سیسټم کې راټولیږي او بیا بهرنیوغوښتونکو ته د پیغام یو متن چې پکې ویل شوي”د دوی د ملاقات د نیټي غوښتنه پروسس شوې او د ملاقات نیټه او وخت به وروسته اعلان شي، “ لیږل کیږي. د نیټې او وخت په اړه د تیلفوني پیغام له لارې یادونه کیږي. زمونږ د عمومي مدیریت ټول هغه خدمات چې د لنډمهالي ساتنې په موخه تر سره کیږی، وړیا دي. نو مهرباني وکړئ "په هغو خلکو باور مه کوئ څوک چې د ملاقات د نیټې ټاکلو لپاره له تاسو څخه د پیسو غوښتنه کوي."